د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ځانګړې امنیتي غونډې ترسره کېدل

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ځانګړې امنیتي غونډه نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه.
په پیل کې د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو د هیواد عمومي وضعیت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن سره د ټلیفوني خبرو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د امریکا جمهوررئیس د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ راکړ.
د هیواد جمهوررئیس د اړوندو مسوولینو د راپورونو تر ارزولو وروسته د وضعیت د لاښه والي او د دښمن د شومو پلانونو د خنثی کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې