د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې رئیس سره د ارزګان والي ليدنه

د ارزګان والي محمد عمر شيرزاد د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ښاغلي شميم خان کټوازي سره وليدل. د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد په دې ليدنه کې د ادارې رئیس ته د (سرتيري اختر) مبارکۍ ويلو ترڅنګ؛ د ارزګان عمومي وضعیت، د امنیتي او دفاعي ارګانونو همغږۍ، د دښمن تحرکاتو او د هغوی دفع کولو لپاره د پلانونو او لاسته راوړنو همدا راز په ناامنه ولسوالیو کې د حکومتولۍ وضعیت په اړه معلومات وړاندې او د ارزګان ولسونو يوشمېر غوښتنې او وړاندیزونه يې د ښاغلي شمیم خان کټوازي سره شريک کړل.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې رئیس د ښې حکومتولۍ، د امنیت او ثبات ټینګښت برخو کې د ارزګان سيمه ييزې ادارې هلې ځلې د ډاډ وړ وبللې او زياته يې کړه چې حکومت د سیمو په کچه د غوره او ټولشموله حکومتولۍ رامنځته کولو، په محلاتو کې د امنيت او ثبات ټینګښت ته ژمن دی او په دې برخه کې محلي اداره هم بايد جدي اقدامات ترسره کړي. ښاغلي کټوازي همداراز د ارزګان له والي وغوښتل چې په غوره حکومتولۍ کې د خلکو ګډون او د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو پراختیا، پراختيايي پروژو تطبيق او امنیتي برخو کې شته خدمات بايد لاګړندي شي