جمهوررئیس په مشرۍ ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د ارشد امنیتي غونډې ترسره کېدل

 

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني د لوی ننګرهار د عمومي او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار ۲۰۱ سېلاب قول اردو ته ولاړ.

په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د ننګرهار والي، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان، د ننګرهار د ملي امنیت رئیس، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دریمې لوا، د سرحدي لومړۍ لوا او د ننګرهار امنیه قومندانانو او د ننګرهار د ملي پولیسو د ۹۹۹ د ځانګړې قطعې قومندان د لوی ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورونه او پلانونه په ارشد امنیتي غونډه کې له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د یادو مسوولینو د راپورونو تر اورېدو او د پلانونو له ارزونې وروسته د هیواد د دفاع او د خلکو د ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې.

جمهوررئیس د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د لا ښه والي او د دښمن د شومو توطیو د شنډولو لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هغوی ته یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.