د خواشینۍ او تسلیت پيغام!

په ژورې خواشينۍ سره بايد ووايم چې د کاپيسا ولايت مقام مرستيال عزيز الرحمن تواب نن د نجراب ولسوالۍ دره افغانيه کې د نظام مخالفينو لخوا په شهادت ورسيد.
انا لله و انا الیه راجعون
شهيد عزیز الرحمن تواب يوه علمي، فرهنګي او سياسي هستي وه، د هيواد دوښمنانو پر وړاندې د ارواښاد ميړانه او زړورتیا به د تاريخ په پاڼو او د هيوادوالو، په ځانګړي توګه د کاپيسا ولسونو په زړونو کې تلپاتې وي.
زه د شهید تواب کورنۍ، ملګرو او خواخوږو سره په دې درانه غم کې ځان شريک بولم او کورنۍ ته يې تسليت وړاندې کولو ترڅنګ جميل صبر غواړم او شهيد تواب ته د لوی څښتن تعالی په سپيڅلي دربار کې د فردوس جنت د غوښتلو لپاره لاسونه لپه کوم.
ارواه يې ښاده، ياد يې تلپاتې!
درنښت
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس
شميم خان کټوازی