قرغیو ولسوالۍ لپاره د کانال جوړېدل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په مالی لګښت، د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې د جوړېدونکی سوپر فسیج کانال قرارداد د زمری مېاشتې په ۷مه نېټه، ددغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او اړونده شرکت ترمنځ، لاسلیک شو.

د چارواکو په وینا، دغه کانال یوولس سوه متره اوږدوالی لری، چې چارې به یې د اووه میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.

د یاد کانال په جوړېدو سره به د قرغیو ولسوالۍ شاو خوا ۲۳۰ هکتاره شاړه ځمکه د اوبخور تر عصری سیستم لاندې راشی.