شاوخوا د۲۲ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د مېرمنو سوداګریز کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لومړی ځل لپاره د مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازی بابا په ښارګوټی کې د څه دپاسه دوویشت نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د مېرمنو سوداګریز کمپلکس او بڼ د بنسټ ډبره د لغمان والی محمد اصف ننګ او یو شمیر سیمه ییزه مسولانو لخوا کیښودل شوه.
دغه سوداګریز کمپلکس چې د کور او ښار جوړولو وزارت په مالی ملاتړ په پینځه جریبه ځمکه کې جوړېږی، څلور سوداګریز مارکېټونه، ۲۴ هټۍ، شنې ساحې، کانتین، د کوچنیانو د لوبو ځایونه او نور ټول ضروری محلقات به ولری، چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.