د فاریاب نوی والي معرفي او پر دنده یې پیل وکړ

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسي او مسلکي معین محمد سرور جوادي، پوځي او ملکي چارواکو او د فاریاب ولایت اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسي او مسلکي معین په ادارو کې ادلون او بدلون د حکومتولۍ یو اصل وباله، دغه راز یې د فاریاب د پخواني والي د کړنو څخه د ستاینې سربېره، نوي والي ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. ښاغلي جوادي د ادارو او ګڼو سکټورونو ترمنځ همغږي او همکاري مهمه وبلله او د خلکو په ژوندانه او سیمه ییزې حکومتولۍ کې یې د بدلون په راوستلو ټینګار وکړ، نوموړي د فاریاب له چارواکو او خلکو څخه وغوښتل چې د چارو د پرمخ وړلو لپاره دې له نوي والي سره هراړخیزه مرسته وکړي.
په ورته مهال د فاریاب نوي والي عنایت الله کمال له جمهور رییس او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه څخه پر دوی باندې د شوي باور له امله د مننې په ترڅ کې وویل چې د فاریاب ولایت د عمومي وضعیت د ښه والي په تېره د امنیت د ښه والي، پراختیا، پوهنې او نورو سکتورونو لپاره به زیاتې هلې ځلې وکړي.
نوموړي له اداري فساد سره د مبارزې، د ناامنو ولسوالیو د امنیت ټینګښت او د خدمتونو وړاندې کول خپل کاري لومړیتوبونه یاد کړل