د غمشریکۍ او تسلیت پیغام!

 

په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رئیس ښاغلي شميم خان کټوازي ورور ډاکټر سلام خان کټوازی د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

انا لله وانا اليه راجعون

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه پلاوي او کارکوونکي؛ د ارواښاد کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولي، خدای بخښلي ډاکټر ته د څښتن تعالی له درباره فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکي دي.