عبدالولي واحدزي د لغمان د نوي والي په توګه رسماً خپله دنده پیل کړه

 

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو د مرستيال ډاکټر صبغت الله له لوري ښاغلی عبدالولي واحدزی د لغمان ولايت د نوي والي په توګه د دې ولايت ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او ولسونو ته وروپېژندل شو.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښارواليو د مرستيال ډاکټر صبغت الله سربېره، د لغمان ولايت لپاره نوي ټاکل شوي والي عبدالولي واحدزي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ددفتر رئیس سمیع الدین حق مل، د اسنادو او ارتباط رئیس عبدالله حسرت، د لغمان ولايت مرستيالانو، د خوست ولايت مرستیال والي د ولايتي شورا رئيس او غړو، د لغمان د ملکي او نظامي ادارې مسوولينو، عالمانو، قومي مشرانو، او د مدني ټولنو استازو ګډون کړی وو.
ښاغلي عبدالولي واحدزي د جمهور رئيس او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په ده يې باور وکړ او لغمان ته يې د خدمت په موخه راولېږه.
نوموړي وويل: لغمان د علم، پوهې کور دی او خوشحاله يم، چې د يو علم دوسته او په کار پوه ولسونو په منځ کې خپل ځان وينم.