د زابل نوی والي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شميم خان کټوازي له لوري معرفي او رسماً يې چارې پيل کړې

په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شميم خان کټوازي، د زابل ولايت ملکي او پوځي مسوولينو او ولسونو برخه اخيستې وه.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس د زابل نوي والي ته د مبارکۍ ترڅنګ په محلي کچه د اداراتو ترمنځ د لازياتې همغږۍ باندې ټينګار وکړ.
د زابل نوي والي حميدالله توخي د هيواد جلالتمآب جمهور رئیس او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه څخه پرې د شوي باور له کبله مننه وکړه او ويې ويل چې په بېلابېلو برخو کې د زابل عمومي وضعيت بهترۍ او په ځانګړي توګه د امنيت، انکشاف او په اداراتو کی د چارو ښه والي لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.