محمد اجمل شاه پور د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري معين په توګه خپله دنده رسماً پيل کړه

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شميم خان کټوازي په ګډون د ښاروالیو معين ډاکټر صبغت الله، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييسانو، سلاکارانو او ځينو کارکوونکو برخه اخيستې وه.
په دې مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه د ادارې نوي مالي او اداري معين ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بريا هيله څرګنده کړه او له نوموړي يې وغوښتل چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري چارو د لا ښه تنظيم په موخه دې له خپلو برنامو او پلانونو څخه په ګټې په دې برخه کې هڅې ګړندۍ کړي. دغه‌راز يې ډاډ ورکړ چې نه يوازې د ادارې رهبري بلکې د ادارې ټول رئيسان درسره په بشپړ ډول همکار او همغږي دي او خپلې همکارۍ به درڅخه نه سپموي.
د مالي او اداري معيينيت نوي معين ښاغلي محمد اجمل شاه پور په پيل کې د هيواد جلالتمآب جمهور رئیس او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رهبرۍ څخه پر ده د کړي باور او اعتماد له کبله مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې ټولې ادارې ته ډاډ ورکوم چې د چارو د لاښه تنظيم او مدیریت برخه کې به خپلې هلې ځلې ګړندۍ ساتي. نوموړي همدارنګه وويل؛ د هيواد، نظام او د جمهوريت بقا لپاره به په ګډه او همغږې توګه د قانون سره سم خپلې چارې په پوره ژمنتيا سره ترسره کوو او دا وطن به ودان او د نورو سره سيال ساتو