د جمهوررئیس په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د امنیتي او دفاعي سکتور د ارشد مسوولینو په ګډون امنیتي غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې والیانو، د قول اردوګانو او امنیه قومندانانو او د ولایتونو د ملي امنیت رئیسان د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، جمهوررئیس غني د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سوق او ادارې په اړه د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او د یادو مسوولینو راپور واورېد.
جمهوررئیس د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیت د تامین په اړه د لاغوره تدابیرو په موخه امنیتي او دفاعي مسوولینو او والیانو ته لازمې لارښوونې وکړې