د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس او ورسره مل دولتي پلاوي د کندهار له ولسوالانو او قومي مشرانو سره وکتل

په دې ليدنه کې د کندهار ولايت د ولسواليو ولسوالانو د امنيتي او ټولنيز وضعيت په اړه معلومات وړاندې او دغه راز يې د تشو بستونو لپاره د وړ اشخاصو د ګمارنې، د امنيتي او دفاعي بنسټونو د تنخواوو د پروخت تاديه کولو، د مخالفينو له لوري د تاوتريخوالي د ډېروالي، په ولسواليو کې د مېشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو د تشکيل د څرنګوالي، د امنيتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو،وچکالۍ، روغتيا او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل
د ناستې په پاى کې ياد دولتي پلاوي له ولسوالانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل چې د ثبات د ټينګښت او د پروخت خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دې خپل وړانديزونه او غوښتنې دې په مشخص ډول د يوې طرحې په مل ورسره شريک کړي ترڅو په اړه يې لازمې پرېکړې او پلانونه پلي شي