شميم خان کټوازي او ورسره دولتي پلاوي کندهار ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د ولايتي شورا له استازو سره وکتل

په دې ليدنه کې د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکريزوال ياد ولايت ته د حکومت له پاملرنې مننه وکړه او همداراز يې د ولسونو يو شمېر ستونزې او غوښتنې له ښاغلي کټوازي سره شريکې کړې
ډ ولايتي شورا غړو د حکومت له لوري د اداري فساد سره په مبارزې، د ادارو ترمنځ په همغږي، د دولت او ملت ترمنځ د واټن په راکمولو، د ولسواليو د امنيت د ټينګښت، قومي مشرانو سره د امنيت د ټينګښت په موخه همغږي، د کندهار په کچه د اصلاحاتو راوستلو، د غير قانوني اخاذىو پر وړاندې د مبارزې او د احمدشاه بابا د نړيوال هوايي ډګر د امنيت د ټينګښت په اړه يې د ولسونو ستونزې او غوښتنې له ياد لوړ پوړي دولتي پلاوي سره شريکې کړې
په دې ليدنه کې د ولايتي شورا استازو د سيمو په کچه د اصلاحاتو له بهير څخه ملاتړ څرګند او په دې برخه کې يې له حکومت سره د خپلو همکاريو له امله ډاډ ورکړ
په ورته مهال ياد دولتي پلاوي د ولسونو د ستونزو د شريکولو له امله د کندهار د ولايتي شورا له غړو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د هغوى ستونزو او وړانديزونو ته به له اړونده ادارو له لارې رسيده ګي وشي
ياد دولتي پلاوي همداراز د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې ويې ويل د سولې پروسې، له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې نړىواله اجماع شتون لري او افغانان بايد له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي
دوى له ولايتي شورا څخه وغوښتل چې د مهمو او منسجمو فعاليتونو د پرمخ بيولو په موخه دې له اړونده ارګانونو سره همغږي لا پياوړې کړي