جلال آباد کې د پينځمې ناحیې درېیم ګذر د ((غوره ګذر)) لقب وګاټه!

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار د څه کم درې سوه ګذرونو تر منځ د رقابت په موخه د دېرشو شرایطو له مخې د یوه پلاوي په موجودیت کې درجه بندي وشوه. د دې ارزونې له مخې د ۵مې ناحيې ۳یم ګذر لومړی، د ۷مې ناحيې لومړی ګذر دویم او د ۴مې ناحيې ۳یم ګذر درېیم مقام خپل کړ.
د يادولو ده چې دغه سیالي د ګذرونو ترمنځ د مثبت رقابت په موخه جوړه شوې او د ګذر د غوره والي اساسي شرایط پاکوالی، د عامه ځایونو ساتنه، زرغون چاپېریال، د عامه نظم ټینګښت او د ښاروالۍ د عوایدو ټولول وو.