د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مالی او اداری معین سره د دلارام ولسوالۍ د یو شمیر مشرانو کتنه

د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ یو شمیر قومی مشرانو د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مالی او اداری معین ښاغلی روح الله نیازی سره د نوموړی په کاری دفتر کې وکتل او خپل شکایتونه او غوښتنې یې ورسره شریکې کړې.
د دلآرام ولسوالۍ یادو مشرانو د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مالی او اداری معین ته د یو شمیر ستونزو په اړه معلومات ورکړل او په اړه یې ددې ولسوالۍ د یو شمیر خلکو ترتیب شوې عریضه ورسره شریکه کړه.
یادو مشرانو وویل، چې په ولسوالۍ کې یې د حکومتوالۍ وضعیت ښه نه دی، خلک ددغه ولسوالۍ له محلی ادارې څخه خوښ نه دی، د خلکو اجتماعی ستونزو ته په وخت رسیدګی نه کیږی، د ولسوالۍ مدیریت ضعیف دی او غوښتنه یې وکړه، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رهبری باید ورته ځانګړې پاملرنه وکړی او د حل په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړی.
په دې کتنه کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مالی او اداری معین روح الله نیازی د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ د یادو قومی مشرانو څخه مننه وکړه، چې مرکز ته راغلی او په اړوند ولسوالۍ کې د شته ستونزو په اړه یې خپل معلومات او شکایتونه له نږدې ورسره شریک کړل.
ښاغلی نیازی یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ددې ولسوالۍ د خلکو شکایتونه به د نیمروز ولایت د محلی ادارې په مرسته تعقیب او تر څیړنې وروسته به یې د حل په موخه لازم او قانونی اقدامات ترسره کړی.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مالی او اداری معین د یادو مشرانو په حضور کې ددغه ادارې اړوند څانګو ته سپارښتنه وکړه، تر څو زر تر زره د نیمروز ولایت د سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ په دلارام کې د حکومتوالۍ وضعیت په هر اړخیز ډول وڅیړی، د خلکو اساسی ستونزې او غوښتنې درک او د حل په موخه یې مفصل ګزارش ترتیب کړی.