چین هېواد ننګرهار سره د سوداګرۍ، کانونو، زراعت او پرمختیا په برخه کې همکاری کوی

ننګرهار والی حیات الله حیات د غبرګولې په ۱۷مه په افغانستان کې د چین هېواد سفیر لیوجین سونګ سره په بېلابېلو موضوعاتو لیدنه وکړه، چې پر مهال یې د چین سفیر په دې ولایت کې د سوداګرۍ، کانونو، زراعت او پرمختیایی برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په افغانستان کې د چین هېواد سفیر لیوجین سونګ وویل، تر دې وروسته به د ننګرهار جنغوزی په مستقیم ډول چین هېواد ته صادریږی، همدا راز یې د دې ولایت ماربلو ته په چین کې د لا زیات بازار موندنې ژمنه وکړه .
د چین سفیر همدا راز له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره د سرپناه، حرفوی زده کړو، کرنې او مالدارۍ او نورو برخو کې د مرستې ژمنه وکړه.