د پکتیا ولایت د لجه منګل ولسوالۍ له قومی مشرانو سره ددغه ولایت د والی ناسته

په یاده ناسته کې د لجه منګل ولسوالۍ قومی مشرانو او ځوانانو د پکتیا والی ته په یاده ولسوالۍ کې د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړل او د پکتیا د والی ښاغلی شمیم خان کټوازی هڅې او خدمتونه یې وستایل.د یادې ولسوالۍ مشرانو له والی څخه دغې ولسوالۍ ته د ځانګړې پاملرنې هیله وکړه او وویل، چې په ولسوالۍ کې یې دې د ښونځیو لپاره تعمیرونه جوړ، نوې لیسه باید پکې ایجاد او همدارنګه دې ددغې ولسوالۍ د روغتیایی مرکزونو امکانات زیات شی.
دوی ددغې ولسوالۍ د څنګلونو د ساتنې په موخه هم د پکتیا والی ته ځینې وړاندیزونه وکړل او هیله یې وکړه، چې د لجې منګل ولسوالۍ څنګلونو د له خپل سرې وهنې څخه وساتل شی.
د پکتیا والی د یادو قومی مشرانو او ځوانانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ددې ولسوالۍ معارف، صحت او د ځنګلونو ساتنې ته به خاصه پاملرنه وکړی.