په نورستان کې دوه اداری ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د اقتصاد وزارت له لوری د (۱۶٫۸) میلیونه افغانیو په لګښت د نورستان د اقتصاد ریاست ودانۍ او دارنګه د ۷٫۹ میلیونه افغانیو په لګښت ددغه ولایت د احصایې آمریت ودانۍ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د چنګاښ مېاشتې په ۱۴ مه نېټه، د اقتصاد وزیر محمد مصطفی مستور او د نورستان د سرپرست والی حافظ عبدالقیوم له لوری، د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.