کندز کې د هر اړخیز وضعیت څېړنې په موخه غونډه جوړه شوه

په همدې اړه د چنګاښ مېاشتې ۱۴ مې نېټې، جوړه شوې غونډه کې، چې په هغه کې د ملی دفاع وزیر طارق شاه بهرامی، دکورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال جان نیکولسن، د دوست هېوادونو ایټالیې، فرانسې، استرالیا او انګلستان سفیرانو، او یو شمېر کورنی او بهرنی مشاورینو هم ګډون کړی ؤ ، د کندوز والی عبدالجبار نعیمی، ددغه ولایت د هر اړخیز وضعیت څېړنه په موخه معلومات وړاندې کړل او په اړونده برخو کی یې شته ستونزې،اړتیاوې او وړاندیزونه راغلی پلاوی سره شریک کړل.
نعیمی د کوچنی اختر کې د دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د شوی اوربند د ګټورو پایلو، د ټاکنو روان بهیر او په دغه ولایت کې د سولیزه هڅو په اړه هم د غونډې ګډوانوالو تهمعلومات ورکړل.
همدارنګه د ملی دفاع وزیر طارق شاه بهرامی د وینا په ترڅ کې وویل: د شمال او په ځانګړی ډول د کندوز امن خورا ارزښتمن دی، بهرامی مرکزی وزارتونو سره، په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتی اورګانونو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونو د شریکولو په موخه، د کندز له رهبری مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د کندوز د اداری او امنیتی اورګانونو غوښتنو او وړاندیزونو ته به ځانګړې پاملرنه وشی.
د غونډې پر دوام د ناټو عمومی قوماندان جنرال جان نیکولسن بیا وویل: موږ د افغان دولت د سولې او ربند هر کلی کوو او د سولې د هر لوی او واړه ګام ستاینه کوو. د هغه په وینا د ناټو غوڅ ملاتړ باوری ده، لکه څرنګه چې په جګړه کې د افغان پوځیانو ملاتړلې همداسې به د سولې راوستلو برخه کې هم له افغان دولت سره همکار او ددغې پروسې په پیاوړتیا کې به د ماموریت تر کچې برخه اخلی.