په بلخ کې “جګړه بس ده” تر سرلیک لاندې د سولې په ملاتړ ولسی غونډه وشوه.

په بلخ کې، د بلخ ادبی خوځښت په نامه د فرهنګی مرکز په بلنه او د سیمه ایزو ارګانونو د ولسی ملاتړ ریاست په همغږۍ او ملاتړ د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د شویو اوربندونو په ملاتړ او د بیا پیل کېدو په موخه ولسی غونډه وشوه.
غونډه د سرطان په ۱۰مه، په مزارشریف ښار کې ترسره شوه، چې په کې د ځوانانو سر بېره له لرو پرتو سیمو څخه سلګونو قومی مشرانو ګډون کړی و.
همداراز د ولایتی شورا وکیلانو، اطلاعات او فرهنګ ریاست، د ځوانانو امریت، د ښځو چارو ریاست او ځینو دولتی چارواکو هم ګډون درلود.
غونډه کې د سولې راوستو په تړاوو د هیواد په بیلابېلو برخو کې د ولسی حرکتونو پر هڅو هم خبرې وشوې او ګډونوالو یې له وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې جګړه بس کړی او پر ځای یې د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدی . 


ویناوالو د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه د حکومت لخوا وړاندیز شوی اوربندونه د سولې په روانو هڅو کې د حکومت رښتینولی وګڼله.
دوی همداراز له وسلوالو طالبانو د اختر د ورځنی اوربند په تړاو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې جګړه پای ته ورسوی.
په غونډه کې د بلخ ولایت شورا ریس محمد افضل حدید، د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریس صالح محمد خلیق، د ولایتی شورا وکیل ذبیح الله کاکړ، قومی مشر محمد ظاهر، مدنی فعال محمد وکیل متین، له هلمنده د سولې کاروان غړی حیات خان، د بلخ ادبی خوځښت مرستیال احمد جاوید واک، د سولې ارزښت، د جګړې په تړاو د علماوو د وروستۍ فتوا او له حکومت څخه د شویو اوربندونو د مننې او ملاتړ په پار خبرې وکړی.
ویناوالو د سولې د روانو هڅو د ښې نتیجې په موخه د حکومت د کړنو تر څنګ ورته ولسی راټولېدنې اړینې وبللې او سوله یې د ټولو افغانانو ستره اړتیا وبلله.
دوی ټینګار وکړ، چې که څه هم د افغانستان جګړه پېچلی ښکاری، خو باور یې څرګند کړ، چې د افغانانو د خپلمنځی نږدې والی له امله د روانې جګړې اړخ په سوله بدلېدای شی.
له ویناوو وروسته په غونډه کې د سولې په نوم مشاعره وشوه، چې د مزارشریف ښار په ګډون له ولسوالیو څخه رابلل شویو شاعرانو پکې شعرونه واورول.
نوموړی زیاته کړه، چې لا هم ډېر ملی او ولسی ارزښتونه دی، چې په اړه یې ورته غونډې جوړې کړای شی او د شعوری ویښتابه لپاره لارې پرانیستل شی..