د افغانستان پرمختګ او ملي سولې لپاره د چوکاټ دوهم سند او د افغانستان د مشارکت چوکاټ معرفي شو.

د ‏سیمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې د افغانستان د مشارکت او د افغانستان د پرمختګ او ملي سولې چوکاټ دويم سند په اړه د پوهاوي کنفرانس؛ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې رییس شميم خان کټوازي، د ښاروالیو معين ډاکټر صبغت الله، د ولايتونو واليانو او مرستيالانو، دوهمي واحدونو رييسانو، د ملي او نړیوالو پراختیایي موسسو استازو او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې د رييسانو استازو په حضور کې ترسره کړ.
په پېل کې شميم خان کټوازي له ټولو واليانو او ګډونوالو څخه مننه وکړه او دا دوه ملي سندونه يې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ترټولو مهم اسناد وبلل، د دې دوه سندونو ترتيب او تطبيق په برخو کې يې د واليانو او نورو ولایتي مسوولینو په فعاله ونډه اخيستنې باندې ټینګار وکړ.
د غونډې په جريان کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې د پلان او پاليسۍ رييس سيف الله سايس، افغانستان د مشارکت او د افغانستان د پراختيايي او ملي سولې چوکاټ دويم سند په اړه معلومات وړاندې او دا سند يې د درېيو محورونو په نظر کې نيولو سره تشريح کړ.
د ښاغلي سايس په وينا، د راتلونکو ۵ کلونو ليدلوري په توګه د افغانستان سولې او پرمختګ لپاره د ملي چوکاټ دوهم سند، د افغانستان سولې او پرمختګ لپاره د ملي چوکاټ د لومړي سند تسلسل دی چې په درې محورونو د سولې جوړونې، دولت جوړونې، بازار جوړونې، چې د ۱۵ لومړیتوب لرونکو برنامو باندې متمرکز دی بيان کړ.
د غونډې په اوږدو کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عالي شوراګانو د انسجام رييس شاه‌پور ژمن د افغانستان د مشارکت چوکاټ په اړه وضاحت ورکړ او ويې ويل؛ د افغانستان مشارکت چوکاټ هغه سند دی چې د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ژمنې د یوه سوکاله، پرمختللي او په ځان بسیا افغانستان لپاره د پراختیايي ملګرو په توګه تعريفوي او د سند تطبيقي پلان د ۴ کلنو او یو کال لپاره تنظیم شوی او د تطبیق په اړه يې نړيوالې ټولنې ته راپور چمتو کيږي چې د افغانستان حکومت د خپلو ژمنو په ادا کولو او د هغوی په پوره کولو کې جدي دی. دغه‌راز د دواړو سندونو د توپير په اړه وغږيده.
د کنفرانس په پای کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي سيف الله سايس له ګډونوالو مننه وکړه او کنفرانس يې پای ته ورساوه.