جمهور رئیس محمد اشرف غنې، په اوربند کې د ملکی او نظامی مسئولینو دغوره مدیریت درناوی وکړ.

د افغانستان اسلامی جمهور رئیس محمد اشرف غنی نن له غرمې مخکې د توحید په ملی مرکز کې د ویدیو کنفرانس له لارې له والیانو، د قول اردو له قومندانانو، د زون له قومندانانو، د ولایتونو امنیه قومندانانو، ولایتی د ملی امنیت رئیسانو، ولایتی شوراګانو رئیسانو، د علماو شورا له غړیو او یو شمېرملکی او نظامی مسئولینو سره د هیواد په روانو حالاتو خبرې او لازمې لارښوونې وکړې.
په دغه ویدیو کنفرانس کې چې، د جمهور رئیس دوهم مرستیال، د هیواد امنیتی او دفاعی عالی رتبه  مسئولینو هم ګډون درلود، جمهور رئیس غنی ټولو ملکی او نظامی مسئولینو ته د کوچنی اختر د مبارکۍ ترڅنګ په اوربند کې د هغوی د غوره مدیریت ستاینه او درناوی وکړ.
جمهور رئیس د اوربند په ورځو کې د مسئولینو له ابتکا، همغږۍ او تدابیرو ستاینه وکړه او له هغوی ېې و غوښتل چې د اوربند په ورځو کې ترلاسه شوې تجربې له مرکز سره شریکې کړی.
جمهور رئیس وویل: درې وځنی اوربند و ښوده چې سرتاسری اجماع او غوښتنه شتون لری، خو په ننګرهار کې له روستی ترهګریزو پیښو داسې ښکاری چې بیګانه ګان زمونږ سوله او امنیت نشی زغملی او په همدې موخه عام خلک وژنی.

هغه زیاته کړه چې د دولت  اروبند او سولې په وړاندې په نړیواله کچه ملاتړ شتون لری او مونږ یو اړخیزه اوربند تر لس ورځو نور هم غزوو.

جمهور رئیس له ملکی او نظامی مسئولینو څخه و غوښتل چې د فاعی حالت سره سم لس ورځنی اوربند همغږی او مدیریت کړی.