غرب زون کې د سیمه ییزه حکومتولی پالیسۍ او د سیمه ییزه شوراګانو د قانون مشورتی ورکشاپ جوړ شو.

دغه ورکشاپ  چې د هرات په ولایت کې  جوړ شوی وه هرات، غور او نیمروز ولایتونو د ولایتی شوراګانو او ښاروالیو د مشورتی شرواګانو غړیو او سیمه ییزه ادارو مسئولینو سربیره د یاد شوو ولایتونو  د مدنی بنسټونو استازیو ګډون کړی وه چې د دغه دوه ملی سندونو مسوده تر بحث لاندې ونیول شوه.

هرات والی محمد آصف رحیمی، خپله پرانیسته وینا کې وویل چې، د روڼتیا او ځواب ورکونې فرهنګ په پیاوړتیا کې د سیمه ییزه شوراګانو نقش اړین دی. او دا شوراګانې د خلکو او سیمه ییزه مسئولین تر منځ واټن کموی او سیمه ییزه حکومتولی پالیسۍ په چوکاټ کې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون ته امید او هیله پیدا کیږی.

په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو خبرې وکړی او یاد ورکشاپ ېې د مسئولینو د پوهاوی لپاره مهم و باله.

د افغانستان د سیمه ییزه شوراګانو لوی رئیس ښاغلی سعید احمد خاموش هم ګډونوالو ته د وینا پر مهال د یاد شوې ورکشاپ د موخو روښانه تصویر د ورکشاپ ګډونوالو ته وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې د نن ورځې مشورتې بهیر د دغه دوه ملی سندونو پر بنسټ  زمونږ او د وطن د بچیانو لپاره غوره فرصت دی.

په پای کې د سیمه ییزه اورګانونو ادارې د پالیسۍ رئیس ښاغلی حامد کریمی ګډونوالو ته د سیمه ییزه حکومتولی پالیسۍ په اړه هر اخیزه رڼا واچوله او د پالیسۍ اساسی لارښوونې ېې د مرکز او ولایتونو په کچه ګډونوالو ته په ګوته کړل.