منیره یوسفزاده د کابل ولایت د ټولنیزو چارو د نوې مرستیالې په توګه په کار پیل وکړ.

په دغه اړه جوړه شوې غونډ ه کې د سیمه ییزه اورګانونو ادارې د مسلکی او پالیسۍ چارو معین ډاکتر تیمور شاران، د ښاروالیو چارو معین ښاغلی عبدالباقی پو‎پل، د کابل والی ښاغلی یعقوب حیدری او مرستیال والی محبوب الله محبی، د کابل ولایت ولایتی شورا رئیس او غړیو،  د کابل ولایت رئیسانواو کار کوونکو،د سیمه ییزه اوګانونو ادارې یو شیمر رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

په پیل کې د اغلې منیرې یوسفزاده د ګمارنې حکم د کابل ولایت د بشری سرچینو رئیس عصمت الله علیزی لخوا قرائت شو.

اغلې منیره چې له دې وړاندې د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رئیس او ویاند په توګه کار کوه د جمهوری ریاست عالی مقام  د حکم په بنسټ د کابل ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې په توګه ګمارل شوې ده.

کابل والی ښاغلی حیدری وینا پرمهال اغلې منیرې او غونډه کې ګډونوالو ته ښه راغلاست تر څنګ وویل د خوښۍ ځای دی چې د سیمه ییزه اورګانونو ادارې مشرتابه څخه مننه وکړم چې زمونږ وړاندیز یې ومنه او آغلې منیره یوسفزاده ېې د دې ولایت ټولنیزو چارو مرستیالی په توګه د جمهوری ریاست عالی مقام ته پیشنهاد کړه له نیکه مرغه چې منیره یو فعاله او تکړه میرمنه ده چې په دې ولایت کې په خپله دنده د مرستیالې په توګه پیل کړی.

کابل والی وویل لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده د کابل ولایت د هیواد مرکز او پلازمینه ده خو له بده مرغه چې به دغه ولایت کې د ښځو ونډه کمررنګه ده زمونږ هیله ده چې د اغلې منیرې په راتګ سره به په دغه ولایت کې دښځو ونډه زیاته شی.

همدا راز د سیمه ییزه اورګانونو ادارې د پالیسۍ او مسلکی چارو معین ښاغلی داکتر تیمور شاران منیرې یوسفزاده ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل د هغې فعالیت او کارکوول داطلاعاتو او عامه پوهاوی په ریاست کې وستایل او په چارو د لابریالیتوبونو هیله یې وکړه.

دغونډې په پای کې اغلې منیرې یوسفزداه د خبرو په مهال وویل چې ۸ کالو په اوږدو کې د یو عادی کارکوونکی په توګه په سیمه ییزه اورګانونو اداه کې پیل کړی دی او د دغې ادارې مشرتابه په ملاتړ او خاصه توجه درې کاله وړاندې د یادې ادارې د ویاندې او د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رئیس په توګه کمارل شوې ده. هغې زیاته کړه چې اطلاعاتو او عامه پوهاوی ریاست د خلکو او سیمه ییزه حکومتولی تر منځ د اړیکو پول په شان دی او دا مسئولیت مې په پوره صداقت تر سره کړی دی او ژمنه کووم چې په نوې دنده کې په هم په پوره صداقت سره دنده تر سره کړم.

یوسفزاده د جلالتمآب ولسمشر، د سیمه ییزه اورګانونو ادارې مشرتابه او د کابل والی  له باور څخه مننه او ستاینه وکړه.

اغلې یوسفزاده وویل چې پنځه کارنوته مې لمړیبو په پام کې نیول دی لکه د کابل ولایت هر اړخیز وضعیت ارزول، د کابل ولایت اقتصادی لاملونو پیدا کول اوپیژندل، د ولسوالیو په کچه د ښځو د شوراګانو جوړول، په کابل کې د علمی مشورتی بورد را منځته کول، د دینی علما په مرسته یوه سالمه انګیزې را منځته کول د نا پسنده دودونو په وړاندې.

په پای کې اغلی یوسفزاده د غونډې برخه والو لخوا د ولایت مسئولینو ته معرفی شوه.