شمیم خان کټوازي د وردګو د ښځو شورا له یو شمېر غړو سره وکتل

په دې لیدنه کې څو تنو د نورو په استازیتوب د یادې شورا د فعالیتونو اړوند معلومات ورکړل او په ګڼ برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رییس سره شریک کړل.

د دغې شورا غړو وویل چې هڅه کوي، د مېرمنو د روزنیزو دورو د ترسره کولو له لارې، د ښځو د خود کفايي او په بېلابېلو برخو کې د دوی د مشارکت زمینه برابره کړي.

د یادې شورا غړو له ښاغلي کټوازي څخه وغوښتل چې د اړونده سکتورونو په مرسته دې د ښځو د پوهاوي او وړتیا لوړونې په برخو کې ګټور پروګرامونه پلي کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د وردګو د ښځو چارو د غړو تر خبرو اورېدو وروسته، د میدان وردګو ولایت په پرمختګ کې د دغه ولایت د ښځو ونډه اساسي وبلله.

ښاغلي کټوازي هغوی ته ډاډ ورکړ، چې ښځو ته به د سیمه ییزې حکومتولۍ په کچه د ونډې اخیستنې زمینه برابره او شته ستونزو ته به یې د قانون او د حکومت د امکاناتو په چوکاټ کې حل لارې وموندل شي.