د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د کاپیسا له والي سره وکتل

په دې لیدنه کې د کاپیسا والي عبدالطیف مراد سیمه ییزې حکومتولۍ ته د پاملرنې له امله له حکومت او مرکزي ادارې مننه وکړه، همدارنګه یې د امنیتي عمومي وضعیت، لاسته راوړنو او د سیمه ییزې ادارې او د دغه ولایت د اوسېدونکو په وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رییس شمیم خان کټوازي سره شریکې کړې.

نوموړي وویل چې د کاپیسا مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه له لوړ مورال څخه برخمن دي او په ګډه همغږي د امنیت د ټینګښت په برخه کې هڅې کوي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت د ښه والي په موخه د کاپیسا ولایت سیمه ییزې ادارې له کړنو څخه هرکلی وکړ او د هېواد د ثبات په برخه کې یې د سیمه ییزو ادارو رول مهم وباله.

نوموړي وویل چې ټول ولایتونه د وړتیا او سرچینو له مخې ارزول کیږي او د هغو له مخې به یې ملاتړ او پروګرامونه پکې پلي شي.

ښاغلي کټوازي ټینګار وکړ چې د سولې او هوساینې لپاره اجماع شتون لري او سیمه ییزې ادارې باید له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره په همغږي، د ثبات ټینګښت په برخه کې هڅې وکړي.