د دايکندي سوختک بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

سوختک بند د دايکندي ولايت په مرکز کې د ۴،۹ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ شوی او د ۷۰۰ کيلو واټ برېښنا تولید ظرفیت لري. د دې بند د برېښنا وېش په نيلي ښار او د دې ښار په څنډو کی عملاً پېل شوی.