د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د ننګرهار له والي سره وکتل

په دې لیدنه کې په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر سترسلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل ښاغلي کټوازي ته په سیمه ییزه کچه د بشري سرچینو د معلوماتو د مدیریت سیستم د پرانېستنې له امله مبارکي وویله او د حکومتولۍ د وضعیت، د سیمه ییزې ادارې د پراختیایي پلانونو، په ناامنه ولسوالیو کې د ثبات ټینګښت لپاره د ولایتی ادارې د هڅو، خلکو ته په سیمه ییزه حکومتولۍ د ګډون زمینې برابرولو او د یاد ولایت په کچه د پراختیایي پروژو او اصلاحي برنامو پر وړاندې پرتې ستونزې شریکې او د هغو د حل غوښتونکی شو.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د اصلاحي برنامو او پراختیایي د پروژو د پلي کېدو له امله د ننګرهار له ولایتي ادارې څخه هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازم اجرآت وشي.

دغه راز ښاغلي کټوازي د حکومت د پالیسیو او اهدافو پلي کولو په برخو کې د ننګرهار والي د هڅو ستاینه وکړه.