په سيمه ييزه کچه د بشري سرچینو د معلوماتو د مدیریت سیسټم (HRMIS) پرانېستل شو

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د غونډو تالار کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس احمد نادر نادري او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو والیانو او د ولایتونو د بشري سرچینو مسوولینو ګډون کړی و.

د بشري سرچینو د مدیریت د معلوماتو سیسټم، د HRMIS ریاست کارکوونکو له لوري د مرکز او ولایتونو په کچه د اړونده ادارو د اړتیاوو له مخې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو جوړ شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د بشري سرچینو د معلوماتو د مدیریت سسټم جوړول د مالي حکومتولۍ په برخه کې لوی ګام وباله او ویې ویل: په تېرو اتو مېاشتو کې ۴ الکترونیکي سیسټمونه لکه د عوایدو د راټولولو سیستم، زما ښار موبایل اپلیکیشن، آنلاین روزنیز مرکز فعال کړی او دا دی د بشري سرچینو د معلوماتو د مدیریت سیستم پرانېزي او ګټې اخیستنې ته يې سپاري.

ښاغلي کټوازي هیله څرګنده کړه چې د دغه سیستم له لارې به د روڼتیا او حساب ورکونې په برخو کې مثبت بدلونونه رامنځته شي. نوموړي له والیانو او د ولایتونو د بشري سرچینو له مسوولینو وغوښتل، چې د دغه سیستم په پلي کېدو او پراختیا کې له سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمیسیون سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

په ورته مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون مشر احمد نادر نادري د دغه سیستم د پرانېستنې په موخه د مبارکۍ څرګندولو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د دولت په کړنو کې چټکتیا د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن په کمولو کې مرسته کوي او د هېواد د پرمختګ لامل ګرځي.

نوموړي د بشري سرچینو د مدیریت سیستم پرانېستل د حکومتولۍ اساس وباله او ویې ویل چې یاد سستم د تېر کال په ترڅ کې د افغان متخصصینو په نوښت جوړ شوی او کمیسیون توانیدلی چې بهرنیو وړاندې کوونکو ته د میلیونونو ډالرو له ورکړې څخه مخنیوی وکړي او هغه بودیجه چې د دې سیستم په جوړولو لګول کېده، خوندي کړي.

ښاغلي نادري د افغانستان په ادارو کې د تشکیل او سرچینو د نه توازن په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دغه سیستم له لارې معلومات منسجم او والیان کولای شي د اړونده ولایتونو د کارکوونکو د تشکیل او سوانحو په اړه پرليکه يا انلاين معلومات ترلاسه کړي.

د مراسمو په بله برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د بشري سرچینو او الکترونیکي حکومتولۍ د مدیریت د معلوماتو د سیستم ریيسې آغلې زرغونې اسلمي د دغه سیستم د کړنو د څرنګوالي په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د HRMIS د سیستم عمومي مسوول رضاخان ابراهیم خېل د دغه سیستم د کړنو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه سیستم په ۸ مادیولونو ( تشکیل، سوانحو، بایومتریک، حاضري، معلوماتو ته لاسرسي، د سیستم تنظیمات او payroll کې جوړ شوی او په پام کې ده چې د payroll مادیول د مالیې وزارت له سیستم سره ونښلول شي.

په دغه سیستم کې د تشکیل، د کارکوونکو سوانحو، د معاش او فیصدي، د زده کړې کچه، د دیپارتمنتونو شمېر، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د بایومتریک د معلوماتو ذخیر کولو او نور اړین معلومات ځای پرځای شوي دي.

د دغه سیستم په پیاوړتیا او پلي کېدو سره به د فساد په مخنیوي او روڼتیا رامنځته کولو برخو کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

یاد سیستم تر دې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ګډون په ۴۰ ادارو کې په اف لاین ډول فعال وو او دوه برخې یې لرلې چې اوسمهال سیستم په آنلاین بڼه فعال دی او د پام وړ پرمختګونه پکې راغلي دي.