لوګر والي څرخ ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له بېزونو لیدنه وکړه

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي، چې د ولایتي شورا غړو او امنیتي مسوولینو یې ملتیا کولو، څرخ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له نویو جوړېدونکو امنيتي بېزونو لیدنه وکړه.
د څرخ ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ښه والي او د ښې حکومتولۍ بهیر د ګړندیتوب په موخه په دغه ولسوالۍ کې نوي امنیتي بېزونه جوړ شوي او لا هم د دغې ولسوالۍ د بشپړ امنیت پر تړاو هلې ځلې روانې دي چې په یاده ولسوالۍ کې د ولسونو لپاره د غوره خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.
ښاغلي رحیمي هلته له مېشتو امنیتي ځواکونو سره هم لیدنې وکړې. نوموړي د دښمن پر وړاندې د امنیتي ځواکونو مورال وستایه او د دې تر څنګ یې د دوی ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل.