په خاص کونړ ولسوالۍ کې د دوه سوه کلن لرغوني تاریخي جومات د بیا جوړېدو چارې پیل شوې

دغه جومات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۸ میلیونه او دیارلس زره افغانیو په لګښت په پخوانۍ بڼه بیا رغول کیږي، چې د تاریخي حیثیت خوندیتوب ترڅنګ به یې سلګونو لمونځ کوونکو ته د لمانځه ادا کولو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.