په سمنګان کې ۱۲۰۰ کورنۍ د برېښنا له رڼايۍ برخمنې شوې

د سمنګان حضرت سلطان ولسوالۍ کوکجر قريه جاتو کې د يوې بريښنايي پروژې په پرانېستلو سره له ۱۲۰۰ څخه زياتې کورنې له ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمنې شوې.
د دې پروژې لګښت يو ميليون او ۷۰۰ زره يورو دی چې د المان هېواد له لوري ورکړل شوي دي.