شمیم خان کټوازي د ننګرهار، نورستان، لوګر او فارياب ولایتي شوراګانو له رییسانو سره وکتل

په دې لیدنه کې ننګرهار ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت، لوګر ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي او نورستان ولایتي شورا رییس سعیدالله پاینده زوی په ګڼ شمېر برخو کې د یادو ولایتونو د موکلینو د ستونزو او غوښتنو شریکولو سربېره؛ د ثبات ټینګښت او د قانون حاکمیت کې د ولایتي شوراګانو د رول په هکله خبرې وکړې او د حکومت او ولایتي شوراګانو ترمنځ په همکاریو یې ټینګار وکړ.
دوی دغه راز د اصلاحاتو په راوستلو، متوازنې پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د حکومت د مبارزې په اړه هم خپل نظرونه شریک کړل.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د حکومتولۍ د پیاوړتیا او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د ننګرهار، نورستان او لوګر ولایتي شوراګانو له رییسانو څخه د همکارۍ او همغږي رامنځته کولو په موخه مننه وکړه او د حکومت د پراختیايي موخو په پلي کېدو، د سیمه ییزو شخړو د حل او د ولایتونو د پراختیايي برنامو په اړه د ولایتي شوراګانو مشارکت او سلامشورې مهمې وبللې.
ښاغلي کټوازي دغه راز د ولایتي شوراګانو له رییسانو څخه وغوښتل چې د ادارو له کړنو څخه د ارزونې ، په سیمه ییزې حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون د ټینګښت، د خدمتونو د وړاندې کولو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او د سیمو په کچه د روڼتیا او حساب ورکونې ټینګښت په برخو کې، زیاتې هڅې وکړي.
———-