د هرات کرخ ولسوالۍ کې د ښوونځیو پنځه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې آوریل 7, 2021 د دغو ودانیو په پرانېستو سره پنځه زره زده کوونکو د زده کړو مناسب ځای ته لاسرسی پیدا کړ. دغه ښوونځي د اقرا برنامې له لارې د کلیو او پراختیا ریاست له لوري او د پوهنې ریاست په څارنې جوړ شوي دي.