د پکتيا ولايتي شورا وکيل د شهادت په اړه د خواشینۍ پیغام!

نن ماښام شاوخوا (۶) بجې د پکتيا مرکز ګردېز کې د نامعلومه کسانو له لوري د پکتیا ولایتي شورا پر وکیل سردار خان ملنګ زوی ډزې شوي او له کبله يې نوموړی د خپلو دوو ساتونکو سره لومړی ټپي او وروسته يې د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې د ژوند پور پرې کړی.

 

انا لله و انا اليه راجعون

 

دا پېښه په کلکو ټکو غندم او د نوموړي وکيل په مړينه د دوی کورنۍ او په ټوله کې د پکتیا ولس ته د تسليت ترڅنګ په دې لوی غم کې له دوی سره ځان شريک بولم.

د څښتن تعالی له دربار څخه نوموړي ته د فردوس جنت غوښتونکی، کورنۍ او په ټوله کې د پکتيا ولس ته د نوموړي په مړينه خپل تسليت وړاندې کوم.

 

شميم خان کټوازی

سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې رييس