قيام الدين بدر د نورستان ولايت مالي او اداري مرستيال وټاکل شو

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز ښاغلی قیام الدین بدر د بدر الدين زوی چې د لوړو زده کړو ترڅنګ د ښې کاري تجربې لرونکی دی، د ښاغلي محمد هاشم فيضي پر ځای؛ د افغانستان اسلامي جمهوري رياست عالي مقام د ۱۳۹۹/۱۲/۶ نېټې د (۳۴۱۵) ګڼې حکم په منظورۍ د آزادۍ سيالۍ له لارې د ياد بست تر تکميدو پورې د نورستان ولايت مالي او اداري مرستيال په توګه وټاکل شو.