مطبوعاتي بلنلیک!

د ملي او نړۍوالو رسنيو د پام وړ!
ټاکل شوې نن سه شنبه د روان کال د حوت په ۱۹ نېټه، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې د ښارواليو معينيت د ښاري حکومتولۍ عمومي رياست په همکارۍ د زما ښار موبايل اپليکېشن يا My City Mobile Application ښاريانو ته معلوماتو د اسانه لاسرسۍ په منظور د هېواد ۴ لويو ښارونو لپاره چمتو کړی چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې د ښاروالیو معين او د مېلمنو په حضور کې به يې پرانيزي. په همدې پار تاسو درنو رسنیو ته بلنه درکول کيږي ترڅو د دې برنامې خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړئ.
نېټه: ۱۹ حوت ۱۳۹۹
وخت: سهار ۱۱:۰۰بجې
ځای: انصاري څلورلارې – د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې د ښاروالیو معينيت د کنفرانس تالار
اړيکشمېره: ۰۷۰۰۹۴۰۴۳۵