د ښارواليو معين ډاکټر صبغت الله غزنوي نيمروز ولايت ته سفر وکړ

دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معين ډاکتر صبغت الله غزنوي د يوه پلاوي په ملتيا خشکه زرنج بندر رامنځته کولو په موخه د نيمروز زرنج ښار ته سفر وکړ.

د دې سفر په ترڅ کې يې د زرنج ښاروالۍ سرپرست مسعود چخانسوري او د يادې ښاروالۍ له پرسونل سره وکتل او د عوايدو په زياتوالي، د عامه ملکيتونو ثبت، د عوايدو تثبيت، د احصايو دقيقو ارقامو او د ښاري حکومتولۍ وضعیت د ښه والي اړوند پريکړو کې د خلکو شريکولو په تړاو بحث ترسره او د دوی ستونزې يې واوريدې.

په همدې حال کې د ښاروالیو معين د زرنج نوي ښارګوټي د تفصيلي پلان ساحې، د ښاروالۍ ملکيت او د پخواني ميدان هوايي ځمکې له نزدې وليدې او د زرنج ښاروالۍ مسوولينو ته يې د اصلاحي لارښوونو څرګندولو ترڅنګ لازمې سپارښتنې وکړې.