لوګر، جوزجان او پنجشېر ولایتونو کې له مدني ټولنو سره د حکومت پرانېستې خبرې اترې ترسره شوې

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې والیانو، مرستیالانو، د بېلابېلو دولتی ادارو رییسانو او د مدني ټولنو مسوولینو برخه لرله.

دغو غونډو کې د مدني ټولنو مسوولينو او غړو په وار سره د ولایت په کچه په بېلابېلو برخو کې ستونزې، وړاندیزونه، لاسته راوړنې او غوښتنې شریکې کړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې دوی د ولایت له رهبرۍ سره اوږه په اوږه د دې ولایت د اوسیدونکو په خاص ډول د ځوانانو ستونزو ته رسېدنې په لار کې همکار او همغږي دي.