د کندهار ښار یکلنګ سړک ګټې اخېستني ته وسپارل شو فوریه 22, 2021 دغه سړک ١٧١٣ متره اوږدوالی، ١٢ متره پلنوالی او پنځه پلچکونه لري، چې چارې یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې. دغه سړک د نړیوال بانک د ښاري پانګه اچونې پروګرام له لاري د څه باندې څلوېښت میلیونه، افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.