په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ولایت والي قربانمراد مراد، د دولتي ادارو رییسانو، قومي مشرانو، علماوو، د مدني ټولنو استازو او رسنیو ګډون کړی و.
د سرپل والي ۱۳۹۹ مالي کال د لاسته راوړنو په اړه وویل: ولایتي ادارې د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۰۰ وړې او سترې پروژې پلي کړې دي، چې د هغو له ډلې یواځې ۵۲۰ یې د کرنې په سکتور کې پلې او همداراز پاتې نور یې په نورو سکتورونو کې پلې شوې او د دې تر څنګ د یو شمېر پروژو د پلي کولو چارې رواني دي.
ښاغلي مراد زیاته کړه؛ چې د سرپل اداري په ۱۳۹۹ مالي کال کې له اختصاص شوې بودیجې څخه د پراختیا په برخه کې ۹۲ سلنه او د عادي بودیجې په برخه کې ۹۶ سلنه مصرف کړې ده.