شمیم خان کټوازي د کابل ولایتي شورا له رییس رحیم الله مجاهد او یو شمېر استازو سره وکتل

په دې لیدنه کې د کابل ولایتي شورا غړو په بېلابېلو برخو کې د کابل ښار او ولسوالیو اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې شريکې او د جمهوري نظام په تړاو يې د غوڅ ملاتړ ډاډ څرګند او دغه راز يادې شورا لپاره يې د يوه تعمير جوړولو غوښتنه وکړه.

سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د کابل ولایتي شورا د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته له دولت او جمهوري نظام څخه د هر اړخیز ملاتړ په برخه کې له دوی مننه وکړه او د ستونزو حل برخه کې یې د ډاډ ورکولو ترڅنګ، د حکومتولۍ چارو د ښه ترسراوي په موخه د کابل سیمه ییزې ادارې او ولایتي شورا تر منځ پر همغږۍ رامنځته کولو پياوړتيا باندې ټینګار وکړ.