په سیمه ییزه کچه د جمهوري ریاست د اوامرو او لارښوونو د څار ریاست

په سیمه‌‌ییزه کچه د جمهوري ریاست د اوامرو او لارښوونو د څار رئیس، د جاوید شریفي لنډ ژوندلیک


جاوید شریفي په ۱۳۶۶ کال په میدان وردګو کې زېږېدلی دی.
نوموړی په ۱۳۸۵ کال له ښوونځي څخه فارغ شوی او په ۱۳۹۵ کال کې يې د ادارې او سوداګرۍ په څانګه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ.
هغه د خپل ماموریت په مهال په درې لویو ملي جرګو او نورو ملي پروسو کې هم فعاله ونډه درلوده، چې د ښه مدیریت او صادقانه کار له امله درې ځله د وخت د ولسمشرانو له لوري په ستاینلیکونو ویاړل شوی هم دی.
نوموړي تر دې وړاندې د سیمه‌‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د چارو او لارښوونو د څار مسوول او له ولایتونو سره د همغږي کوونکي او راپور ورکونې مسوول په توګه دندې ترسره کړې دي او اوس د جمهوري ریاست د لوړ مقام د ۱۰/۶/۱۳۹۹ نېټې د ۱۳۹۲ ګڼه حکم له مخې جاوید شریفي په سیمه‌ییزه کچه د ولسمشر د اوامرو او لارښوونو د څار رئیس په توګه مسووليت او دنده پر مخ وړي.