د ملی دسترخان پروګرام

د ملي دسترخوان پروګرام

د ملي دسترخوان پروګرام په اړه معلومات

د افغانستان حکومت د ملي دسترخوان په نوم پروګرام چې موخه یې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له منفي اغیزو سره مبارزې په برخه کې اقتصادي مرستې دي، له نړیوال بانک سره په همکارۍ پیل کړ. د ملي دسترخوان پروګرام موخه له هغو کورنیو سره مرسته ده چې د کرونا له وجې زیانمندې شوي وي. یاد پروګرام د حکومت تېرو پروګرامونو په دوام چې اړمنو ته د وچه ډوډۍ وویشل شوه تر لاس لاندې نیول دی. د دې پروګرام په چوکاټ کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او د لاس وینخلو صابون شامل دي.

نړیوال بانک د دې پروګرام د پلي کیدو لپاره د غیر اختیاري بودیجې له لارې ۲۸۰ میلیونه امریکایې ډالر مرسته وکړه چې ۱۵۵ میلیونه یې د نړیوالې پراختیایې ادارې یا  IDA او  ۱۲۵ میلیونه یې د افغانستان د بیا رغونې صندوق  ARTF ونډه ده. د ملي دسترخوان پلي کوونکې ادارې د کابل ښاروالۍ، د سېمه ایزو ارګانونو اداره او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ده.

د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه د ملي دسترخوان پروګرام ته بودیجه او تخصیص

اداره مستقل ارگانهای محلی بودجه مالی منظور شده در سال مالی ۱۳۹۹ معادل ۲,۳۴۸,۵۰۰,۰۰۰ و میزان مصرف آن ۱,۸۷۰,۱۲۳,۵۳۲ می باشد قابل ذکر است که مصارف ذکر شده تخمینی بوده و بعدا ارقام دقیق ارایه میگردد.