د اسنادو او اړیکو ریاست

د سندونو او د اړيکو رييس عبدالله حسرت لنډه پېژندنه

عبدالله حسرت د نصرالله زوی په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ په چینو کلي کې زېږېدلی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې د کوزې پښتونخوا د مردان په سيمه کې د باغیچې له ښوونځي، منځنۍ زده کړې یې د مردان له خیر آباد کالج او لوړې زده کړې یې په عبدالولي خان پوهنتون کې د سیاسي علومو په برخه کې ترسره کړې دي.
ښاغلي حسرت د زده کړیالۍ له دورې څخه په بېلابېلو وېبپاڼو او ورځپاڼو کې د منځنۍ او سویلي آسیا او په ځانګړې توګه د افغانستان د سیاست، ټولنیزو مسایلو او جریانونو په اړه ګڼ شمېر مقالې لیکلې دي. نوموړي له کوزې پښتونخوا څخه خپل پلرني ټاټوبي پکتيا ته په راستنېدو سره د دې ولایت په بېلابېلو محلي رسنیو کې د مدیر په توګه دندې ترسره کړې دي. د خپلې ليکوالۍ او رسنیزو فعالیتونو په دوام یې په ۱۳۹۶ لمريز کال کې يې رسماً د پکتيا ولایت د وياند په توګه دنده پېل او درې کاله يې په دې برخه کې په پوره ايماندارۍ او اخلاص دنده ترسره کړه.
نوموړی د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۹۱۲ مه ګڼه حکم پر اساس د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۶ مه نېټه، د سندونو او اړيکو د رييس په توګه پر دنده وګمارل شو.