لوګر: محمدآغې ولسوالۍ کې یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې، د شهید محمد سلیم لعل ستانکزي ښوونځي لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ، د لوګر والي محمد انور اسحاقزي او یو شمېر مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ښوونځی د ولایتي غیر مشروطې بودیجې څخه د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په ارزښت رغول شوی دئ چې اته درسي خونې، څلور اداري خونې د لابراتوار او کتابتون لپاره دوه بیلابېلې څانګې او نور اړین ملحقات لري.