پکتیا: د احمدابا ولسوالۍ مچلغو سیمه کې د رمک کلا ښوونځي ډبره کېښودل شوه

دغه ښوونځی به ۱۲ درسي خونې ولري، چې د چاردېوالۍ سربېره، به د پاکو اوبو څاه او نورې اړینې درسي اسانتیاوې هم ولري.
په دغه ښوونځي کې به په یوه وخت کې شاوخوا زر تنه زده کوونکي زده کړې کوي.
ددغه ښوونځي د ودانۍ په جوړولو به ۱۷ ملیونه افغانۍ لګښت راشي.