شميم خان کټوازي د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د پکتيا قومي مشرانو، عالمانو، سپين ږيرو او ځوانانو سره وليدل

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شميم خان کټوازي پکتيا ولايت ته د سفر په دريمه ورځ، د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير عبدالستار ميرزکوال او د پکتيا والي محمد حليم فدايي په ملتيا د بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو، عالمانو، سپين ږیرو او ځوانانو له لوري په جوړه شوې سترې ولسي غونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د پکتيا ولايتي ادارې ملکي او نظامي مسوولينو، په مشرانو او ولسي جرګه کې د پکتيا خلکو استازو، د ولايتي شورا رئيس، د ښاغلي کټوازي سره تللي پلاوي، د بېلابېلو قومونو ځينو مشرانو، عالمانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
يادو استازو، قومي مشرانو او ځوانانو له ښاغلي شميم خان کټوازي او د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره په امنیتي برخه کې شته ستونزې او ننګونې په بشپړه توګه شريکې کړې. دوی وويل چې د پکتيا ولسونه د خپل نظام، ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوي او ژمنه يې وکړه چې د دې خاورې ساتنې لپاره به د دوښمن او پنجابي وحشي ترهګرو په مقابل کې تر وروستۍ شېبې د خپلو ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يوځای وجنګيږي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس دې غونډې ته د وينا پر مهال د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او زړورتیا ستاينه وکړه چې په پوره ميړانه يې وحشي ترهګر په شاوتمبول او له هغوی يې تش په نوم نيول شوې سيمې بيرته پاکې او تر خپلې ولکې لاندې راوستلې. نوموړي دغه‌راز د پکتيا له درنو ولسونو څخه هم ځانګړې مننه وکړه چې په پوره ژمنتيا سره يې له دولت او ملي ځواکونو سره همکاري کړې او د دوی مورال يې لوړ ساتلی.
د يادولو ده چې د کورنيو چارو سرپرست وزير عبدالستار ميرزکوال ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ملي امنيتي ځواکونو ته بشپړ امکانات او تجهيزات برابر شوي او د ترهګرو د ځپلو لپاره عملیات روان دي.
د غونډې په پای کې د هغو قومي مشرانو قدرداني وشوه چې په دې وروستيو کې يې د خپلو ځواکونو سره بشپړه همکاري او همغږي ترسره کړې وه