د سیمه ییزه اورګانونو ادارې تاریخچه

د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه اداره

لومړی د دې ادارې جوړېدل:
د سیمه ییزه اورگانونو خپلواکه اداره، د جمهوری ریاست د عالی مقام د ۱۳۸۶ لمریز لېږدیز کال د وږی د اتمې نېټې د (۱۰۴۷) ګڼه حکم له مخې جوړه شوه.

د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکه ادارې هدفونه:

د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکه ادارې هدفونه دا دی:

  • د دې ټکی ډاډمنتیا چې په افغانستان کې د محلی ادارې چوکاټ د ښې ادارې د اصولو څخه ملاتړ وکړی په شمول د پرانیستې او روښانه، مسئوله، ګډې، اغیزناکې، منطقی او پراخ بڼسته ادارې کوم چې په محلی کچه د ګډو توافقاتو او د قانون د واکمنۍ پربڼسټ رامنځته شوی وی.
  • په محلی کچه د دولتی اداراتو پیاوړی کول تر څو د خلکو برخه اخیسته په اداره کې ډاډه شی او د  خدمتونو په وړاندې کولو او د ټولو افغانانو د حقوقو په ساتنه کې د پام وړ اصلاحات ترلاسه شی.
  • د اتباعو او ونډه لرونکو لپاره د فرصتونو رامنځته کول او د هغوى څخه  ملاتړ کول ترڅو په محلی کچه په اداره کې برخه واخلی.
  • د دې ټکی ډاډمنتیا چې د محلی ادارې مٶسسات د ملی فعالیتونو او پروګرامونو اجرا کولو په آسانتیا کې فعال رول ولوبوی تر څو د افغانانو دخیر ښیګڼې  چارې اصلاح شی.
  • امنیت، انکشاف، حکومتوالی (د عدلی او قضایی څانګو په ګډون، چې د همغږۍ چارې به یې مخته وړل کېږی.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکه ادارې موخې:

  • د پرانیستې او روښانه، مسئولې، ګډې، اغیزناکې، منطقی او پراخ بڼسته سیمه ییزې ادارې چوکاټ رامینځته کول
  • په اداره کې د خلکو برخې اخیستنې، خدمتونو وړاندې کولو او د ټولو افغانانو د حقونو د ساتنې په کار کې د سمونونو رامینځته کېدلو په خاطر، په سیمه ییزه کچه د دولتی ادارو رامنځته کول او پیاوړی کول،
  • په سیمه ییزه کچه په اداره کې هیوادواولو او ونډوالو ته د برخې اخیستلو د فرصتونو رامنځته کول او ملاتړ کول،
  • د ملی فعالیتونو او پروګرامونو د پلی کولو د چارې په آسانه کولو کې فعاله ونډه اخیستل.

تشکیلات:
د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه اداره، په مجموعی ډول (۶۸۲۱) تنه رسمی تشکیل لری. له دې ډلې (۴۹۵) تنه مرکزی اړوندان او (۶۳۲۶) ولایتی او سیمه ییز اړوندان دی. ددغې ادارې د شته اړوندانو شمېر (۵۸۶۶) تنو ته رسېږی.
د سیمه ییزه اورگانونو خپلواکه اداره، (۱۷) د ریاست مرکزی او (۱۲۱) ولایتی بستونه لری.
افغانستان په سیمه ییزه اداری ویش کی (۳۶۴) رسمی او (۱۱) نارسمی ولسوالۍ لری.
له کابل ښاروالۍ پرته، د افغانستان د سیمه ییزه ښاروالیو شمېر (۱۵۶) ته رسېږی.

اداری اصلاحات:
د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه ادارې، د مرکزی تشکیل له (۴۹۵) تنو څخه په سلو کې شپږ اویا او د ولایتی او سیمه ییزه تشکیل (له ۶۳۲۶ تنو څخه) په سلو کې یو نوی، د آزاد رقابت د بهیر له لارې استخدام او معرفی شوی دی.
د افغانستان له ۳۶۴ رسمی ولسوالیو څخه، د ۲۳۳ ولسوالیو لپاره ولسوالان د آزاد رقابت د بهیر له لارې استخدام او دندو ته معرفی شوی دی.
په مجموعی ډول، ددغې ادارې د مرکزی تشکیل، (%۷۶) سلنه او د سیمه ییزه تشکیل، (%۹۱) سلنه، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون په مرسته، د آزاد رقابت له پروسې تېر شوی دی.
د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه ادارې له اوولسو مرکزی ریاستو څخه دولس او له (۱۲۱) ولایتی ریاستونو څخه (۹۴) رییسان او  چارواکی، د ازاد رقابت د بهیر له لارې استخدام او مربوطه برخو او ولایتونو ته معرفی شوی دی.

مرستیال والیان او ولسوالان:
د ولسمشر د (۲۱۱۳) ګڼه حکم له مخې، د مرستیال والیانو او ولسوالانو بستونه له سیاسی حالت ځخه، د ملکی خدمتونو بستونو ته واووښتل. د ادارې د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکه ادارې، له اتیا سلنه زیات بستونه، د رتبو او معاشونو د نوی سیستم له لارې تکمیل شوی. د ۳۲ ولایتونو مرستیالان او د (۲۳۳) ولسوالیو لپاره ولسوالان، د آزاد رقابت د پروسې له لارې، د اداری اصلاحاتو د کمیسیون په مرسته استخدام او وظیفو ته معرفی شوی دی.

ظرفیت:
له یو شمېر دوستو هېوادونو لکه: هند جمهوریت، د امریکا متحده ایالات، سهیلی کوریا جمهوریت، ترکیې جمهوریت او نورو هیوادونو سره د موافقې له مخې، ددغې ادارې اړوندان په دې ډول بهر ته استول شوی دی:
۱٫    د ازاد رقابت د پروسې له لارې استخدام شوی (۱۸۴) ولسوالان او (۹۱) مرکزی کارکوونکی، دوست هیواد هندوستان ته د عملی او نظری زده کړو لپاره استول شوی دی.
۲٫    به تعداد (۴۸) تن از کارمندان مرکز و ولایات این اداره، در برنامه آموزشی که زیر نام (اداره محلی برای افغانستان) در کشور کوریای جنوبی راه اندازی شده بود، شرکت نموده اند.
۳٫    به تعداد (۷) تن از کارمندان و مسوولان، در برنامه آموزشی تحت عنوان (رهبری) در ایالات متحده امریکا شرکت ورزیده اند.
۴٫    هشت تن از کارمندان اداره غرض شرکت در برنامه آموزشی (ارتباط استراتیژیک) به کشور پولند فرستاده شده اند،
۵٫    دو تن از کارمندان اداره غرض اشتراک در برنامه آموزشی به کشور سینګاپور رفته اند،
۶٫    و (۲۹) تن از کارمندان ولایات جوزجان و سرپل هم در برنامه آموزشی کشور ترکیه شرکت نموده اند.

لومړیتوبونه:
۱٫    ریفورم، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د کمیسیون په مرسته، د اصلاحاتو مخته وړل؛
۲٫    د ولسوالیو د شوراګانو جوړول؛
۳٫    د ښاروالیو پراختیایی کارونه او ښاری حکومتوالی؛
۴٫    قوانین، مقررات او پالیسۍ؛
۵٫    پرمختیا او د حکومتوالۍ  او ددغو پروګرامونو وړاندې کول: (ښار، اسلا، سیکا، سی سی ای، یې اس جی پی او نور)
۶٫    وړتیاوو لوړول؛
۷٫    او ګډو کارونه: د سولې، نشه یی توکو ضد مبارزې، لېږد بهیر، ټاکنو، بشری حقوو، بېړنیو مرستو او ثبات په برخو کې ګډ کارونه مخته وړل.

آینده پلانونه:
براساس توافق با کشورهای دوست، چون جمهوری هند، آیالات متحده امریکا، جمهوری کوریای جنوبی، جمهوری ترکیه و کشورهای دیگر، شماری از کارمندان اداره مستقل ارګانهای محلی به آن کشورها فرستاده شده اند:
۱٫    تمام ولسوالان استخدام شده از طریق پروسه رقابت آزاد به کشور هندوستان؛
۲٫    دو تن از کارمندان زن این اداره به ایالات متحده امریکا؛
۳٫    هشت تن از شاروالان محلی افغانستان به کشور ترکیه؛
۴٫    بیست تن از کارمندان این اداره به کوریای جنوبی؛
۵٫    به صورت مجموع، به تعداد صد تن از کارمندان به برنامه های کوتاه مدت آموزشی، به خارج از کشور فرستاده خواهند شد.
۶٫    و خبر خوش اینکه این اداره در نظر دارد تا ۱۰ تن از کارمندان جوان خویش را برای تحصیل، به سطح ماستری، به پوهنتون‌های بین المللی بفرستد.

د سیمه ییزه اداراتو پالیسی:
د اساسی قانون له یوسلو اووه دېرشمې مادې سره سم، د افغانستان اسلامی جمهوریت د عالی مقام د ۱۳۸۹ لېږدیز کال د غوایی مېاشتې د ۲۲ مې نېټې (۱۰۴۷) ګڼه حکم له مخې، د پنځه وېشتو وزارتونو او خپلواکو ادارو په مرسته، د سیمه¬ییزو اورګانونو خپلواکه ادارې د پالیسۍ او انسجام د معینیت تر مشرۍ لاندې، د پالیسۍ د جوړولو او تدقیق کومېټې هڅې برېالۍ راووتې او په لومړی ځل د افغانستان د سیمه¬ییزو ادارو لپاره پالیسی چمتو شوه.

خلکو ته حساب ورکول:
د ولایت، ولسوالۍ، ښاروالۍ او کلیو په کچه ادارې او سیمه¬ییزې شوراګانې به په خپلو اړوندو سیمو کې خلکو ته، د خپلو کړنو په اړه حساب ورکوی. دولت خلکو ته د خدمت په موخه په ټولو برخو کې حاضر او چمتو دی. د خلکو شوراګانې؛ د ولس د نظرونو او غوښتنو له استازیتوب سره؛ د سیمو د حکومتوالۍ په ټولو پوړیو کې؛ له خلکو وروسته ځای لری. د سیمه¬ییزو حکومتوالیو جوړښتونه، د سیمه¬ییزو شوراګانو له لارې، خلکو ته حساب ورکوونکی دی. د سیمه¬ییزو ادارو او شوراګانو له خوا د ناوړه استفادو د مخنیوی په موخه، قضایه قوه د هغوی کاری چارې تل تر څار لاندې نیسی.

د ولایت، ولسوالۍ او کلی د دولتی جوړښتونو رول او مسئولیتونه:
د ولایت، ولسوالۍ او کلی د دولتی جوړښتونو رول او مسئولیتونه په لاندې ډول دی:
۱. د سولې، امنیت، نظم، او ټیکاو را منځته کول
۲. د قانون د واکمنۍ راوستل
۳. د وګړو د بشری حقونو ورکړه، ساتنه او ددغو حقونو رواجول او پراختیا ورکول
۴. ټولنیزې، پوهنیزې، اقتصادی او کولتوری پرمختیا ته وده ورکول
۵. خلکو ته ددغو خدمتونوبرابرول او نور.

په ولایتونو او ولسوالیو کې د حساب ورکولو اړیکې:
ولایتی او د ولسوالۍ شوراګانې باید خلکو ته ځواب ویونکې او حساب ورکوونکې واوسی؛ ځکه چې دغه شوراګانې، د خلکو له خوا ټاکل کیږی. د ولایتی او ولسوالۍ شوراګانو غړی باید په منظمه توګه د خپلو ټاکنېزو حوزو له خلکو سره مشورې ولری.
ولایتی اداره به ولایتی شورا ته حساب ورکوی او د ولسوالۍ اداره به د ولسوالۍ شورا ته ځواب ورکوونکې وی. په همدې ډول د ولایت امنېه قومندانی، مستوفیت، د ولایت په کچه حکومتوالې ادارې او ولسوالان به، والی او ولایتی شورا ته حساب ورکونکی وی. د ولسوالۍ په کچه د سکتوری وزارتونو مدیریتونه او د ولسوالی امنیه قومندانی به ولسوال او د ولسوالی شورا ته حساب ورکونکی وی.